ایکنا- د امام حسین(ع) د سپېڅلي حرم دارالقرآن، چې د نجف له علمي حوزې سره په همکارۍ ئې د امام حسین(ع) د اربعین په مناسبت د قرآني تمځایونو طرحه جوړه کړې وه، له ۸۰ زرو څخه زیاتو زائرینو ته د خدمت له وړاندې کولو وروسته دغه طرحه پای ته ورسوله.
د خبر لمبر: 3493156 خپرونې تاریخ : 2026/08/09
محمد کاظمي؛
ایکنا- د قرآن کریم یو تکړه او غوره استاد او قاري، په دې په ټينګار سره چې د حسینی اربعین د ستر میلیوني پلي لاریون پراخ ظرفیت باید یوازې د قرآن کریم د تلاوت د محفلونو په جوړولو پورې محدود نه شي، وویل: قاریان باید د قرآن کریم د تفسیر، تدبّر او قرآني بنسټونو د پېژندنې پر مټ، د عاشورا پیغام نړیوالو مخاطبانو ته بیان کړي؛ ځکه نن سبا نړۍ تر بل هر وخت ډېره د حق، عدالت او د ظلم پر وړاندې د مبارزې په دفاع کې د قرآن کریم د منطق اورېدو ته اړتیا لري.
د خبر لمبر: 3493152 خپرونې تاریخ : 2026/08/08
ایکنا- د امام حسین (ع) د اربعین مراسم د سه شنبې په ورځ، د زمري په ۱۳ ، د کربلا په سپېڅلي ښار او د حضرت امام حسین (ع) په سپېڅلي حرم کې د اباعبدالله الحسین (ع) د میلیونونو مینهوالو او زائرانو په پراخ او پرتمین ګډون سره ترسره شول.
د خبر لمبر: 3493148 خپرونې تاریخ : 2026/08/06
ایکنا- د حضرت عباس علمدار(ع) د سپېڅلي حرم اړوند د الکفیل د خزانو او خطي نسخو میوزیم اعلان وکړ چې د امام حسین (ع) د اربعین د میلیوني لاریون \پر مهال ئې له ۱۰۰ زرو څخه ډېرو لیدونکو کوربهتوب کړی دی.
د خبر لمبر: 3493147 خپرونې تاریخ : 2026/08/06
ایکنا- په کربلا معلی کې د حسینی اربعین میلیوني مراسم او د نړۍ په بېلابېلو ښارونو کې د اربعین لمانځنه د امریکا د اسوشیټډ پرېس خبري اژانس له له پراخ انعکاس او پوښښ سره مخ شوې ده.
د خبر لمبر: 3493143 خپرونې تاریخ : 2026/08/06
ایکنا- د افغانستان په بامیان کې د حسینی اربعین په دستورو کې ویناوالو په زغرده ووئيل؛ لوېدیځي استکباري هېوادونه د اسلامي هېوادونو پر وړاندې په ظالمانه او غیرانساني ډول سرزوري کوي، خو د ایران اسلامي جمهوریت د امام حسین (ع) له مکتب څخه په الهام اخیستو سره د ظلم او استکبار پر وړاندې ټینګ ولاړ دی او د عاشورائي استقامت په برکت ئې لوېدیځ، له سختو ننګونو سره مخ کړی دی.
د خبر لمبر: 3493142 خپرونې تاریخ : 2026/08/05
ایکنا- د بني عامر موکب، چې د عراق د بصرې ولایت اړوند د حسینی اربعین تر ټولو ستر موکب ګڼل کېږي، او هر کال د وخت د شرایطو له مخې خپل پیغام د هنري او تجسمي بڼو له لارې د عزادارۍ ترڅنګ خلکو ته وړاندې کوي، سږکال هم کربلا معلی ته ورسېد او د خپلې سترې غونډې قرآني پیغام ئې رسماً نندارې ته وړاندې کړ.
د خبر لمبر: 3493139 خپرونې تاریخ : 2026/08/05
د ایران او عراق د قرآني فعالانو په ګډون
ایکنا- د حسيني اربعین د پیاده میلیوني لاریون سره هممهاله، د « شهید امام د وینې غوښتنې کاروان» نومې غونډه د ایران او عراق د قرآني ټولنې د غړو او د نورو اسلامي هېوادونو د یو شمېر زائرانو په پراخ ګډون، د نجف – کربلا د دمیلیوني ولولناک لاریو پر لاره ترسره شوه.
د خبر لمبر: 3493137 خپرونې تاریخ : 2026/08/05
ایکنا- د عراق د امنیتي رسنیو مرکز اعلان کړی چې د محرم میاشتې له پیل راهیسې تر اوسه پورې کابو ۳.۵ میلیون بهرني زائران عراق ته داخل شوي دي.
د خبر لمبر: 3493118 خپرونې تاریخ : 2026/08/02
ایکنا- د حضرت امام حسین علیه السلام او د حضرت ابوالفضل العباس علیه اسلام د مقدسو حرمینو ترمینځ واټن ؛بین الحرمیّن؛ نن سبا د هغو میلیوني خلکو له ولولناکو او له روحانیّت ډکو دستورو په اوج کې د شتون شاهد دی چې په ولولې معنویّت او ارادت او کلک هوډ سره په د غه مقدس ځاي کې په زیارت او عبادت بوختیږي.
د خبر لمبر: 3493113 خپرونې تاریخ : 2026/08/01
ایکنا- په عتبات عالیاتو کې د حسيني زائرانو له شتون سره هممهاله،په نجف اشرف کې د حسینی اربعین قرآني پروګرامونه د امام رضا(ع) د قرآني کاروان په ځای پر ځای کېدو سره عملي پړاو ته وارد شول.
د خبر لمبر: 3493108 خپرونې تاریخ : 2026/08/01
ایکنا- د عراق د امنیتي معلوماتو د څانګې مشر وئیلي دي، د روان قمري کال د محرم له پیل تر پرون پورې یو میلیون او ۸۱۳ زره او ۱۸۸ زائران د نړۍ له ۱۷۲ هېوادونو څخه عراق ته وارد شوي وو ،البته دغه شمیر تر وروستیو پورې کابو دوو میلیونونو ته رسیدلی دی.
د خبر لمبر: 3493099 خپرونې تاریخ : 2026/07/29
ایکنا- د امام حسین (ع) د سپېڅلي حرم اړونده د موکبونو او حسيني پلاؤ څانګې اعلان کړی چې د عراق له بېلابېلو ولایتونو او همدارنګه له یو شمېر عربي، اسلامي او نورو هېوادونو څخه د سږکال حسینی اربعین په مراسمو کې د ګډون لپاره له ۱۳ زرو او ۵۰۰ څخه زیات موکبونه ثبت شوي دي.
د خبر لمبر: 3493073 خپرونې تاریخ : 2026/07/25
ایکنا- د علوي سپېڅلي آستان ادارې په نجف اشرف کې له ۱۵۰۰ څخه د زیاتو حسیني موکبونو د ملاتړ لپاره د خوراکي توکو او د څښاک د اوبو د وېش بهیر پیل کړی دی.
د خبر لمبر: 3493056 خپرونې تاریخ : 2026/07/21
ایکنا- د محرم الحرام د غم او وير د مراسمو او د عاشورا د غمیزې د يادونې لپاره، د لبنان د بعلبک ښار په مسجد رأس الحسین (ع) کې د ماتم تور بيرغونه پورته شول.
د خبر لمبر: 3492921 خپرونې تاریخ : 2026/06/17
یودیني څيړاند!
ایکنا – مریم معین الاسلام پّ دې خبرې په ټينګار سره چې حضرت امام حسین علیه السلام د ظلم پّ وړاندې چُپتیا جایزه نه ده ګڼلې . د اهل بیت(ع) سیرت ښئ چې کله هم تقیّه،هماغه دامام حسن(ع) د زمانې په شان او کله هم ښاره قیام ضروري دی؛ هغه څه چې د بنیادینو اصل شمیرل کیږی، د اسلام ساتل او له تحریف سره مقابله ده .
د خبر لمبر: 3492351 خپرونې تاریخ : 2026/01/24
ایکنا - د عراق په کربلا کې د حضرت امام حسین (ع) په سپېڅلي حرم کې، د شنبې په ورځ د اهل سنت او اهل تشیع عالمانو او دیني پوهانو د جماعت لمونځ ادا شو، چې امامت ئې د حسیني مقدس آستان متولي او د ستر دیني مرجع نماینده، د شیخ عبدالمهدی الکربلایي، پر غاړه درلود.
د خبر لمبر: 3491463 خپرونې تاریخ : 2025/07/28
ایکنا - د کربلا په سلګونو اوسېدونکو د حضرت امام سجاد (ع) د شهادت د ورځې په مناسبت د جنازې په سمبولیک مراسمو کې ګډون وکړ.
د خبر لمبر: 3491435 خپرونې تاریخ : 2025/07/22
ایکنا- امام حسین علیه السلام د خپل ورور امام حسن علیه السلام له شهادت وروسته، چې د شپږو میاشتو لپاره د مسلمانانو خليفه وو، د خپل ورور سولې ته د پابندۍ او همدارنګه د معاویه له لورې په ظاري بڼه د ځینو اسلامي کړنو له امله په پاڅون لاس پورې نه کړ. مګر د هغو ظلمونو او بدعتونو په وړاندې چې معاویه رامنځته کول، چوپ پاتې نه شو او تر هغه ځایه چې امکان درلود، د ویناوو او اعتراضي لیکونو له لارې، له معاویه سره خپل مخالفت وښودلو.
د خبر لمبر: 3491390 خپرونې تاریخ : 2025/07/12
ایکنا – دحسینی عاشورا په شپه هر کال شام غریبان دستورې په درستې نړۍ کې په تیره بیا په ټول ایران ،پاکستان او هندوستان پشمول زیاترو اسلامی هیوادونو کې ترسره کیږي.
د خبر لمبر: 3491383 خپرونې تاریخ : 2025/07/09